سیاستخبرونهټولنهTOP

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: د هېوادوالو ستونزو ته د رسېدنې لپاره جدي هڅې کوو

کابل، د لېندۍ ۹مه، باختر

د ریاست الوزراسیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون د میدان وردګو، بغلان، تخار، کاپیسا، پنجشېر او پروان ولایتونو له يو شمېر قومي مشرانو، مخورو او ځوانانو سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.

په دې لیدنه کې حاجي محمد رحیم او حاجي عبدالواحد حقجو د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د خپلو ستونزو د شریکولو ترڅنګ يې  ټولو ملکي او نظامي متقاعدینو ته د پاملرنې تر څنګ پخپل وخت د دوی د حقوقو د ورکولو غوښتنه وکړه او له اسلامي امارت سره يې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ریاست الوزراسیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر یادو قومي مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې اسلامي نظام د هر افغان غوښتنه ده او دغه نظام د افغانانو په قوي همکارۍ سره منځته راغلی دی.

د ریاست الوزراسیاسي مرستیال ډاډ ورکړ، چې د هېوادوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه به جدي هڅې وکړي او د ټولو ستونزو په اړه به مسوولو ادارو ته لازمې لارښوونې وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال تر دې وړاندې د هلمند د یو شمېر قومي مشرانو او مخورو ستونزې هم واورېدې او د حل ژمنه يې ورسره وکړه.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا