اقتصاد

اووه ويشت ميليونه ډالره ليلاميږي

کابل باختر د لړم د مياشتې ٣٠ نېټه:
مرکزي بانک (۲٧) ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
د دغه بانک په هغه ليک کې چې باختر آژانس ته ليږل شوى دى؛ ويل شوي دي:                د افغانستان بانک د روان کال د ليندى د مياشتې په ٣ نېټه د شنبې په ورځ (۲٧) ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
په شرايطو برابر صرافانو او بانکونوته بلنه ورکول کيږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي او د ليلام ګټوونکي مکلفيت لري چې خپل حسابونه دې د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي  .
هغه صرافان چې تر اوسه پورې يو ميليونو او ۵۰۰ زره افغانۍ د تضمين په ليلامونوکې د ګډون په مقصدنه دي تحويل کړې؛ کولاى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې دخپل تضمين پيسې تحويلې اوپه راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي.
د يادونې وړ بلل کيـــــږي چې د معاملاتـو د قسمي تسويې تر سره کول مجاز نه  دى، د  ليلام ګټوونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى په نغدي ډول او په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.
پاى  سعيده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته