
کابل، د وري ۱۴مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون په سپېدار ماڼۍ کې د وارداتي چرګانو د سوداګرو اتحادیې له غړو سره وکتل.
په دې کتنه کې، د يادې اتحادیې غړو حاجي عزیز او حاجي یونس د نورو په استازيتوب هېواد ته د چرګانو واردولو او له دې درکه د عوایدو په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل.
دوی د اسلامي امارت له مشرتابه څخه غوښتنه وکړه، چې په افغانستان کې دې سوداګرو ته د سالم رقابت لپاره لا زياتې اسانتياوې برابرې شي او خپلې ستونزې او وړانديزونه يې هم شريک کړل.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له ټولو سوداګرو مننه وکړه، چې په هېواد کې یې پانګونه کړې او افغانان یې یوازې نه دي پرېښي.
نوموړي دغو سوداګرو ته د اسلامي امارت د ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، چې ستونزې به يې د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شريکې شي.
افغانمل