-کابل باختردثور ١٦مه :
دکونړ ولايت دچپې درې په ولسوالۍ کې دډار اچونې ضد عمليات نن پيل شول
دغه عمليات په چپه دره کې دډار اچوونکو په تيره بيا دداعش دډلې دغړو دشتون له زياتوالي وروسته پيل شوه .
درارسيدلو خبرونوله مخې، دغه عمليات دهوايي او توپچي قوتونوپه ملاتړ پيل شوي دي .
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل په دغو عملياتو کې هڅه کېږي چې د ډار اچوونکو دټغر په راټولولو سره دخلکو دعادي ژوند او دپرمختيايي پروژو دپلې کولو لپاره زمينه برابره شي .
ختم- ف _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ