سیاستخبرونهامنیتTOP

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د پاکستان پر سفارت برید؛ د دواړو هېوادونو د اړیکو خرابولو هڅه وبلله

 کابل، د لېندۍ ۱۲مه، باختر

د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د پاکستان پر سفارت د پرونۍ ورځې ناکام برید هڅه په کلکو ټکو غندلې او هغه يې د دواړو هېوادونو د اړیکو د خرابولو او په کابل کې نورو ډيپلوماتیکو ادارو ته د تشویش پیدا کولو هڅه بللې ده.

د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د یوې خبرپانې په خپرولو سره همدارنګه ویلي دي، چې اسلامي امارت په ټول هېواد کې د ډاډمن امنیت د خوندیتوب ډاډ ورکوي او د لا ټینګښت لپاره یې هڅې روانې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دښمنان له حاکمې فضا او د خلکو له رضایت سره سره بیا هم په ناځوانمردانه بریدونو لاس پورې کوي.

سرچینې همدا رنګه ويلي، چې د ټولو ډیپلوماتیکو او سیاسي استازولیو او ډيپلوماتانو د امنیت خوندیتوب د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دی او امنیتي ادارو ته د دې برید په اړه د څېړنو لارښوونه شوې ده.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې اسلامي امارت به  د دوست هېواد پاکستان په ګدون د ټولو هېوادونو او سازمانونو د ډیپلوماتانو او سیاسي استازولیو امنیت د خوندیتوب لپاره هڅې لا ډېرې کړي.

د یادونې وړ ده، چې پرون په کابل کې د پاکستان پر سفارت د برید هڅه شوې، چې په پایله کې يې د دغه سفارت یو ساتونکی ټپي شوی دی.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا