امنیت

د نويد_٢٣په نامه چاڼيز عمليات پيل شول

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ١٥ :    
دسرپل ولايت  په صياد ولسوالۍ کې ددولت له کنترول څخه دوتلو کليو           دبيرته نيولو په موخه نن د نويد_ ٢٣ په نامه  چاڼيز عمليات پيل شول .
دسرپل ولايت  امنيه قوماندان پاسوال عبدالقيوم باقي زوى دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه عمليات نن سهار دافغان  ګډو امنيتي ځواکونوله خوا دصياد ولسوالۍ په ناامنو او زيانمنوونکو سيمو کې پيل شوي دي چې له امله يې تراوسه پورې ددغې ولسوالۍ د خواجه يګانه ، چهارساى  ، بازارکمي  او دسرکودو ي کلي په بشپړه توګه دوسله والو طالبانوله شتون څخه پاک شوي دي.
ده زياته کړه چې همدا اوس  په عملياتو کې شامل ځواکونه  دکنده ها ، بازارک ، خواجه بلند  ، مسجد شاخدار او د  هجده بلا  کليو ته ننوتي دي  او داستوګنې دکورونو په لټولو اوپاکولو بوخت دي .
دامنيه قوماندان دڅرګندونوله مخې : په دغو عملياتو کې وسله والو طالبانو ته دسر زيان اوښتى دى  خو دقيق شمير يې معلوم نه دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته