سیاستخبرونهTOP

د ریاست الوزرا مرستيال د سمنګانو پېښه نه بخښونکی جنايت وباله

کابل، د لېندۍ ۱۰ مه، باختر
د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د سمنګانو پر يوې مدرسې برید؛ د ټولو اسلامي او انساني اصولو خلاف او نه بخښونکی جنایت بللی او په کلکو ټکو یې غندلی دی.
دغه پېښه پرون د سمنګانو ولایت په مرکز ایبک ښار کې په دیني مدرسه کې د يوې چاودنې له امله رامنځته شوې، چې یو شمېر زده کوونکي په کې شهيدان او ټپيان شوي دي.
د رياست الوزرا مرستيال ويلي چې د افغانستان او اسلام دښمنانو په دې برید سره چې د قرآن او سنتو زده کوونکي یې په نښه کړل، له اسلام سره خپله دښمني ښکاره کړه. هغه ډاډ ورکړی، چې د دې جنایت عاملین به بې ځوابه پاتې نشي.
مولوي عبدالکبير د دې پېښې شهیدانو ته د الله ج له دربارڅخه فردوس جنت، کورنیو ته یې جمیل صبر او ټپیانو ته يې عاجله شفا غوښتې.
افغانمل

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا