ورزش

په قندهارکې د کرکټ لوبغالى جوړيږي

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٠
په قندهار ولايت کې د کرکټ يولوبغالى د هندوستان په مرسته جوړيږي.
د قندهار ولايت دکرکټ د مسوولينو دڅرګندونو له مخې: دغه لوبغالى د يو مليون ډالرو په لګښت د قندهار ښار د عينو مينې په ښارګوټى کې جوړيږي.
د قندهار دکرکټ بورد مسوول دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه غوښتنه د افغانستان دکرکټ بورد د ادارې له خوا شوې ده او هندوستان هم په قندهارکې د دغه لوبغالي د جوړولو لپاره د مالي مرستې موافقه کړې ده.
کرکټ د افغانستان د ځوانانو ترمنځ په زړه پورې څانګه بلل کيږي چې افغانستان په دې څانګه کې ښه پرمختګ کړى دى .
اوس د افغانستان د کرکټ بورد اداره په کابل کې د کرکټ يو نړيوال لوبغالى لري او په جلال آباد کې د غازي امان الله خان په نامه بله لوبغالى فعاليت کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته