سیاستخبرونهTOPښوونه او روزنه

د ریاست الوزرا مرستیال: افغانان تر هر چا ډېر زده کړو ته اړتیا لري

کابل باختر

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د قدس پوهنتون له مؤسس مولوي جمال الدین حقاني او مل پلاوي سره وکتل.
په دې ناسته کې، ښاغلي حقاني د قدس پوهنتون د ښوونیزو فعالیتونو په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل.
هغه وویل: موږ لېواله یوو چې هېوادوالو ته د روښانه راتلونکې او پر ځان بسیا افغانستان لپاره اغېزناک او د اوسنیو شرایطو پر اساس د اړتيا وړ خدمات وړاندې کړو.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل، چې افغانان او افغانستان تر بل هر وخت اوس زده کړو ته ډېره اړتیا لري او د خوښۍ ځای دی چې په دې برخه کې خصوصي سکتور له حکومت سره مرستندویه او همکار دی.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا