خبرونهټولنه

د ریاست الوزرا مرستیال د چاپیریال ساتنې ادارې له رئیس او مرستیال سره وکتل

کابل، د زمري ۱۹ مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د چاپیریال ساتنې ادارې له لوی رئیس قاري عزیز الرحمن او د یادې ادارې له مرستیال ډاکټر زین العابدین سره په سپیدار ماڼۍ کې وکتل.
په دې کتنه کې قاري عزیز الرحمن د یادې ادارې د کړنو او اجرااتو په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل، چې د پخوا په پرتله اوس خلک د چاپیریال ساتنې پر ارزښت پوه شوي او هر ه ورځ ګڼ خلک د جواز اخیستلو لپاره مراجعه کوي.
هغه زیاته کړه، د دوی تخنیکي او د پلټنې پلاوي هره ورځ خپلو کارونو ته دوام ورکوي. په وینا یې، افغانستان د هوا د کثافت له درکه له نورو هېوادونو زیانمن دی او له نړیوالې ټولنې سره به په دې اړه خبرې وکړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د دوی هڅې وستایلې او په هره برخه کې يې لازمې مشورې ورکړې.
هغه وویل، چې د افغانستان د چاپیریال ساتنې لپاره لازمه ده چې له همغږو کورنیو ادارو او د ملګرو ملتونو په ګډون له نورو نړیوالو مؤسسو سره ناستې او همغږي ولري.
س.صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا