امنیت

شپږ پاکستاني ډار اچوونکي په کونړکې ووژل شول

 کابل / د زمري ٢٤مه / باختر
په کونړکې شپږ پاکستاني ډاراچوونکي په هوايي بريد کې ووژل شول.
پر دغو ډار اچوونکو تېره شپه ډيورنډ کرښې ته څېرمه ماڼوګي کلي کې بريد وشو.
د هېواد په ختيځ کې يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل: دغه ډار اچوونکو کله چې په خپل پټنځي کې د يولړ ډار اچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو؛  بريد وشو.
په هوايي بريد کې د ډار اچوونکو پټنځاى له ټولو جنګي وسايلو سره يې له منځه يوړل شو.
د يو بل خبر له مخې:
په  کونړ کې په يوه نښته کې درې وسله وال طالبان ووژل شول.
دغه نښته تېره شپه په څوکې ولسوالۍ کې هغه وخت وشوه چې وسله والو طالبانو د پوځيانو د سپرلۍ پر کاروان ډزې وکړې.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته