امنیت

شپږ تنه ترويستان په کندز ولايت کې ونيول شول

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٠
دکندز ولايت پوليسو تېره شپه يوه ډله ترويستان ونيول.
د کندز ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى سيد سرور حسيني د باختر آژانس خبريال ته وويل: شپږ تنه تروريستان په کندز ښارکې د امام صاحب بندر په سيمه کې د پوليسو له خوا وپيژندل شول او ونيول شول .
د ده دڅرګندونو له مخې: دغوکسانو په کندز ولايت کې د وژنې ، انسان تښتونې او په مخوروکسانو د تروريستي بريدونو په څو قضيوکې لاس درلود.
حسيني زياته کړه: له دغې تروريستي ډلې څخه دوه کلاشنکوفونه ، دوه تومانچې او يو سراچه ډوله موټر د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
دغه راز حسيني زياته کړه : تورنوکسانو په خپل جرم اعتراف کړى او ډير ژر عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.
داپه داسې حال کې ده چې د کندز ولايت اوسيدونکي په دغه ولايت کې د نا امنيو د زياتوالي له امله سر ټکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته