اقتصاد

په لوګر کې له سيلاو ځپلو سره مرسته .

٤٩-کابل باختر د ليندي  شپږ ويشتمه

  د نړۍ دخوړو دسازمان له خوا په لوګر ولايت کې  په اووه سوه سيلاو  ځپلو کورنيو خوراکي توکي وويشل شول .

 دلوګر ولايت له پيښو سره دمبارزې رييس دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل ،دغه کورنۍ په  محمد اغي ولسوالۍ پوري اړه لري، دقصاب دکلي اوسيدونکي دي چې په روان کال کې  دموسمي سيلاونو دراوتلو له امله کورونه  يې  ويجاړ اوګروندو ته يې  زيات زيان  اوښتي و .

 ده زياته کړه: په هري کورنۍ  دري پنځوس کيلويي بوري  غنم ، درې ډبلي غوړي ، او اتلس کيلو ډال نخود  وويشل  شول

 ددغو توکو دويشلو په وخت کې دلوګر والي عتيق الله لودين  دخبرو په ترڅ کې  دخلکو زياتو مالي زيانونو ته په اشاري سره له نړيوالې ټولنې څخه يې دزياتو مرستو غوښتنه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته