نړۍ

د ايران د خبره ګانو مجلس رييس انتخاب شو

تهران – پرس ټي دې – باختر د کب دمياشتې ٢٠
آيت الله محمد يزدي د ايران د خبره ګانو مجلس د رييس په توګه انتخاب شو. باختر آژانس د (پرس ټي وي) د خبري شبکې له خولې خبر راکړ:
دغه مذهبي مشر چې له ١٩٨٩ کال څخه تر ١٩٩٩ کال پورې يې د ايران د عدليې د رييس په توګه کارکاوه؛ پرون له ٧٣ رايو څخه د ٤٧ مثبتو رايو له ترلاسه کولو وروسته د ايران د خبره ګانو مجلس د رييس په توګه انتخاب شو.
د نظام د مصلحت د تشخيص مشر هم آيت الله اکبر هاشمي رفسنجاني چې دغه بست ته کانديد و؛ ٢٤ مثبتې رايې ترلاسه کړې.
آيت الله محمد يزدي ٨٤ کلن دى او د ايران د پارلمان او د دغه هيواد د پاسدارانو د شورا غړيتوب لري.
د اساسي قانون له مخې: د خبره ګانو مجلس د مشر د ټاکنې او د مشرتابه د کړو وړو د څارنې مسووليت په غاړه لري.
ددغه مجلس غړي په انتخاباتوکې د خلکو په مستقيمې رايې سره انتخابيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته