امنیت

څلور اويا تنه وسله وال طالبان په فارياب کې ووژل شول

ميمنه/ باختر د زمري لومړي :
څلور شپيته تنه وسله وال طالبان په تېروڅلورويشتو ساعتوکې په فارياب ولايت کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو او د وګړني پاڅون کوونکو د عملياتو په بهيرکې ووژل شول او د يوه پاکستاني په ګډون ٣٩ تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول .
د فارياب امنيه قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې نښته کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
د يوبل خبرله مخې: د ملي اردو د کوماندو ځواکونو منسوبينو لس تنه وسله وال طالبان تېره شپه د فارياب ولايت په المار ولسوالۍ کې ووژل .
په خبرکې ويل شوي دي چې د کوماندوځواکونو يو سرتيرى هم ټپي شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته