امنیت

دطالبانو دپوځي کميسيون رييس له شپږو تنو افرادوسره يې ووژل شو .

کابل باختر د وږي  نهمه :
امنيتي ځواکونو نن په فارياب ولايت کې دمقاومت په بهير کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل او يوولس تنه نور طالبان يې ټپيان کړل .
دفارياب ولايت وياند جاويد بيدار  دباختراژانس خبريال ته وويل دغه مقاومت دقيصار ولسوالۍ په خواجه کنتي  سيمه کې ترسره شو چې له امله يې دوسله والو طالبانو دپوځي کميسيون درييس په ګډون اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوولس تنه نور ټپيان شول .
بيدار زياته کړه چې دمقاومت په بهير کې  دوه تنه امنيتي ځواکونه ټپيان شول او ددرملنې لپاره  روغتون ته وليږدول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته