ټولنه

دآموسيند داوبو د څپانده کيدو له امله په بلخ ولايت کې دسلګونو جريبه ځمکې ويجاړيدل

کابل باختر دليندۍ دمياشتې ٢٩ :
د آموسيند د اوبو دڅپانده کيدو له امله په بلخ ولايت کې په سلګونو جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده.
دبلخ ولايت دکلدار ولسوالۍ يوشمير اوسيدونکي وايي  کال په کال د آموسيند په سلګونو جريبه کرنيزه ځمکه  اوپه لسګونو  کورونه ويجاړوي  .
دکلدار ولسوالۍ يوه اوسيدونکي دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په  څو وروستيو کلونو کې دآمو سيند دنږدې يو کيلومترو په اندازه دافغانستان خاورې ته ننوتى دى او کال په کال  څه دپاسه اتيا جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړوي.
ده زياته کړه چې داوبودڅپانده کيدو په وخت کې  دبلخ ولايت ته  زيات زيان اوړي  که  چيرې دملي وحدت حکومت  دآموسيند دغاړو  استنادي ديوالونو دټينګښت په لاره کې  اقدامات ونه کړي  په څو راتلوونکو کلونو کې به دکلدار ولسوالۍ  ټولې سيمې  دسيندپه بستر بدلې شي  او دغه ولسوالۍ به نور دافغانستان په نقشه کې  شتون ونلري .
ددغې ولسوالۍ يو قومي مشر نجيب الله وايي چې داو بو دڅپانده کيدو له امله په سلګونو کورنۍ له خپلو سيمو څخه بيځايه کيږي او ماشومان له لوست او زده کړې څخه بې برخې کيږي .
ده زياته کړه په څو تيرو کلونو کې  خلکو  خپلې ټولې شتمنۍ  په کرنيزو ځمکو لګولې دي او که چيرې دوى خپلې شتمنۍ له لاسه ورکړي  ، له اقتصادي ستونزو سره به لاس او ګريوان شي .
ددغې ولسوالۍ زياتره اوسيدونکي  ترک تباري اوترکمن تباري دي  او دمناسب جغرافيايي موقعيت په دليل  په کرکيلې او مالدارۍ بوخت دي اوله دې لارې دخپل ژوندانه  شرايط برابروي .
دکلدار ولسوال ميرويس هوتک  دخلکو د دغې ستونزې په تائيدولوسره وويل  په تيرو ديارلسو کلونو کې ددولت له خوا ددغې ولسوالۍ  حالت ته کومه پاملرنه  نه ده شوې .
هوتک زياته کړه چې دغه ولسوالۍ معياري روغتون نلري او خلک آن دڅښاک له روغتيايي اوبو څخه بې برخې دي  .
دغه راز  دنورو ستونزو ترڅنګ ددغې ولسوالۍ  په زياترو سيمو کې دښوونځي
نه شتون  د دې سبب  شوى  دى چې زياتره ماشومان  ښوونځي ته له ورتګ څخه
بې برخې شي .
د ده د څرګندونوله مخې که چيرې دولت د دوى غوښتنو ته پاملرنه  ونه کړي دوى به په پراخو اعتراضونو لاس پورې کړي چې غږ يې واوريدل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته