سیاستخبرونهTOP

د رییس الوزرا مرستیال: ملي یووالی او د ثبات تامین د اسلامي امارت له اساسي موخو څخه دي

کابل، د زمري ۱۶ مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د اهل تشیع علماوو شورا له یو شمېر غړو سره وکتل.
په دې کتنه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د محرم په ورځو کې د کابل په لویدیځ کې په شویو چاودنو چې یو شمېر هېوادوال په کې شهیدان او ټپيان شول، خواشیني څرګنده کړه او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي وکړه.
د اهل تشیع علماوو د شورا مرستیال جواد صالحي او داهل تشیع یو تن مشر استاد اکبری د عاشورا په ورځو کې د امنیتي ځواکونو د هڅو او امنیت له تامین څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې خلک او امنیتي ځواکونه په ګډه د دې مراسمو امنیت نیسي.
هغوی د اهل تشیع ټولنې ستونزې او وړاندیزونه هم د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت د ټولو افغانانو د خادم په توګه له هر ډول مذهبي او قومي تړاوونو پرته د خلکو په خدمت کې دی.
هغه وویل، پر هغو پېښو چې دوه ورځې پرلپسې د عامو هیوادوالو د مرګ ژوبلې سبب شوې، خواشینی دی او امنیتي ځواکونه کوښښ کوي چې د افغانستان د دښمنانو د ورته شومو موخو مخه ونیسي.
مولوي عبدالکبیر د افغانانو ترمنځ په یووالي ټینګار وکړ او ویې ویل، دغه ډول پېښې به د افغانانو ترمنځ د نفاق لامل نشي. هغه زیاته کړه ملي یووالی او د ثبات تامین د اسلامي امارت له اساسي موخو څخه دي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا