سیاست

ايران په افغانستان کې وروستي بريدونه وغندل

تهران – پرس ټى وى – باختر د زمري دمياشتې ١٩
ايران د افغانستان په پايتخت کابل ښارکې وروستي خونړى تروريستي بريدونه غندلي او ويلي يې دي چې تروريزم د ټولې نړۍ ګډ دښمن دى.
باختر آژانس د پرس ټي وي د خبري سايټ له خولې خبر راکړ:
په هغې وينا کې چې پرون د ايران د بهرنيو چارو وزارت له خوا خپره شوه؛ د تيرې جمعې د شپې او ورځې ځانمرګي او بمي بريدونه غندل شوي دي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياندې مرضيې افخم په ټوله نړۍ او سيمه کې د تروريزم له ګډ ګواښ سره د مقابلې لپاره د خپل هيواد ټيارى څرګند کړ.
دغې وياندې اشاره وکړه چې وروستيو تروريستي بريدونو وښودله چې تروريستان هغه څه چې په توان کې يې لري؛ د خپلو غير انساني او دښمنانه هدفونو د ترلاسه کولو په مقصد کاروي.
دې د افغانستان له خلکو او حکومت سره د خپل هيواد خواخوږي څرګنده کړه.
په کابل ښارکې د تيرې جمعې په ورځ له ٢٤ ساعتونو څخه په لنډه موده کې د دريو چاودنو له امله کابو٥٠ تنه شهيدان او په سلګونو تنه نور ټپيان شول.
دغه راز په کندزکې د شنبې د ورځې د بريد له امله ٢٩ تنه ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته