نړۍ

ترکيې دپوهنتون د ١٠٣ تنو استادانو دنيولو لارښوونه صادره کړه.

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٢٨
دترکيې څارنوال نن دفتح الله ګولن سره داړيکو په تور په استانبول کې دپوهنتون د يو سلو دريو تنو استادانو دنيولو لارښوونه صادره کړه.
د رويترز دخبرى آژانس دخبرله مخې :دان ټى وى ټلويزيوني شبکى اعلام وکړ چې دفتح الله ګولن دپلويانو په باب دترکيې د دولت تحقيقات د استانبول دفني ييلديز په پوهنتون متمرکز دى .
دترکيې احريت خبرى سايت هم رپوټ ورکړ چې تراوسه پورې دپوهنتون اويا تنه استادان په يو وخت کې نيول شوي دي.
دترکيې څارنوال څه موده مخکې هم دفتح الله ګولن سره داړيکو په تور د پوهنتون د ١٣٧تنو استادانو نيولو حکم صادر کړى و.
دترکيې دحکومت مخالف فتح الله ګولن چې په امريکا کې ژوند کوي ترکيې په هغه باندى دچنګاښ دمياشتې د ٢٥نيټې ناکامۍ کودتا د طرحه کولو تورلګولى دى.
فتح الله ګولن دانقرې له خوا لګول شوي تورونه ردکړل او ناکامه کودتايې غندلې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته