(PS)خبرونه(PS)اقتصاد

د زابل احصایې ریاست ۱۴.۵میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د وږي ۱۹ مه، باختر

د زابل د احصايې او معلوماتو ریاست مسوولینو، په تېر یونیم کال کې ۱۴.۵میلیونه افغانیو د راټولولو خبر ورکړی دی.

د زابل د احصایې او معلوماتو رییس مولوي ګل محمد احمد د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې تراوسه د یاد ولایت په کچه ۹۰ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوي او د وېش بهیر یې په چټکۍ سره روان دی.

د نوموړي په وینا د تېر یونیم کال را په دې خوا د زابل د احصایې او معلوماتو ریاست د برېښنايي او کاغذي پېژندپاڼو د وېش له درکه ۱۴ نیم میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي.

په ورته وخت کې د برېښنايي پېژندپاڼو د مرکز کارکوونکو وویل، خوښ دي چې دوی ته د کارزمینه هم برابره شوې ده او خلکو ته خدمت کوي او له خلکو یې وغوښتل چې د برېښنايي پيژند پاڼو د اخیستلو لپاره دې هڅه وکړي ترڅو خپل ځان او د کورنۍ غړو ته برېښنايي  تذکرې واخلي.

یو شمېر خلک  چې د زابل له بیلابیلو سیمو د برېښنايي پېژندپاڼو د ترلاسه کولو لپاره راغلي وو د پروسې له آسانتیاوو یې خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د برېښنايي پېژندپاڼې اخستل ډېره مهمه او په ورځني ژوند کې ارزښت لري.

د یادونې وړ ده، چې د زابل په کچه شاجوی ولسوالۍ او مرکز کلات کې د برېښنايي پېژندپاڼو ۲ مرکزونه فعال دي چې کارونه یې په عادي توګه روان او خلک یې له خدماتو خوښ دي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا