سیاست

په انتخاباتو کې دګډون لپاره دهيواد دجمهور رييس پيغام :خلک زيات ګډون ته وهڅول شي.

کابل باختر د غبرګولي  درې ويشتمه :
سبا  دغبرګولي دمياشتې په څليرويشتمه  نيټه  په هيواد کې  دجمهوري رياست دويم پړاو  انتخابات ترسره کيږي .
  په دې پړاو کې دجمهوري رياست  دوه تنه مخکښ  نوماندان ډاکتر عبدالله عبدالله  او ډاکتر اشرف غني احمدزي چې  دجمهوري رياست  په لومړي پړاو  انتخاباتو کې ونه کړاى شول  دخلکو په سلو کې  له پنځوسو  څخه زياتې  راى ترلاسه کړي، سيالي کوي او له دغو مخکښو  نوماندانو څخه هريو چې دخلکو زياتې راى ترلاسه کړي ددغو انتخاباتو   ګټوونکي پيژندل کيږي .
دباختراژانس  خبريال ليکي: سبا دجمهوري رياست په دويم پړاو انتخاباتو کې دراي ورکولو  په شرايطو برابر په مليونونو تنه دراي ورکولو مرکزونو ته ځي او خپلې  خوښيې نوماند ته رايه ورکوي .
دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهور رييس حامدکرزي  په هغه پيغام کې چې تيره شپه درسنيو له لارې  خپور شو، دجمهوري رياست انتخابات يو ډير  مهم ملي  بهير وباله  او په هغو کې ګډون  يې دټولو خلکو ملي او هيوادنۍ  وجيبه وبلله  .
جمهور رييس په ټينګار سره  دولتي ادارو ته لارښوونه وکړه چې په انتخاباتي چارو کې له هر راز لاسوهنې څخه ډډه وکړي او دهيواد دجمهور رييس  دغه پيغام  دخلکو  دهرکلي وړوګرځيد او خلک يې په انتخاباتو کې دګډون لپاره وهڅول .
  له بلې خوا دملي ځواکونو له خوا په هيواد کې دامنيتي تدبيرونو  نيولو خلک په انتخاباتو کې دګډون  لپاره زيات  ليوال کړي دي .
  لکه څنګه چې دهيواد له مرکز او ولايتونو څخه دباختراژانس خبريالان خبر راکوي  چې خلک ځان په انتخاباتو کې  ګډون ته چمتو کوي  اوبې صبري  سره سبا  ورځې ته سترګې  په لاره  دي او غواړي  چې خپلې راي وکاروي .
  باختراژانس  ته په رارسيدلو خبرونوکې  ويل شوي دي  چې دجمهوري رياست   په دويم پړاو  انتخاباتو کې دګډون لپاره  زياته ليوالتيا  ددې څرګندوى   ده چې سبا دراي ورکولو  په شرايطو  برابر هيوادوال  په پراخه توګه  اوبې ساري ډول دجمهوري رياست ددويم پړاو په انتخاباتو کې برخه اخلي. 
دغه راز دانتخاباتو خپلواک کميسيون دهيواد دولايتونو  ټولو مرکزونو او ولسواليو ته  دانتخاباتي   توکو دليږدونې بهير پاى ته ورساوه او ددغه کميسيون مسوولينو ډاډ  ورکړى دى چې دراي ورکولو هيڅ مرکز به دراي ورکولو  دپاڼو له کمښت سره مخامخ  نه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته