خبرونهفرهنګ

د زابل بالاحصار د له منځه تلو په حال کې دی

کابل، د زمري ۱۰مه، باختر

د زابل ولایت تاریخي بالاحصار چې تر زرو کلونو زیات تاریخي قدامت لري، د له منځه تلو په حال کې دی.

د ياد بالاحصار څخه د تاریخي په جریان کې د ټولو نظامونو له لوري نظامي استفاده شوې، چې په تېر کې ورته لازمه پاملرنه نه ده شوې او د ورستیو اورښتونو له امله اوس زیات تخریب شوی. ځايي اوسېدونکي وايي، که د زابل بالاحصار ونه رغول شي، د له منځه تلو امکان یې ډېر دی.

د سیمې خلک له اسلامي امارت غواړي چې د زابل بالاحصار بیا رغونې ته ځانګړې پاملرنه وکړي، په خبره یې، که دا بالاحصار جوړ شي په یو وخت کې به د سیاحت لپاره ځانګړی ارزښت ولري.

یو تن قومي مشر حاجی رحمت الله دروېش وویل، چې دغه بالاحصار د سکندر مقدوني په وخت کې جوړ شوی او بیا د وخت په تېرېدو سره د بېلا بېلو حکومتونو له لوري  بیا رغول شوی، خو د معلوماتو له مخې چې د غازی امان الله خان د حکومت پر مهال يو ځل اساسي رغول شوی او بیا ځلې د اسلامي امارت په تېره دوره کې یې هم دیوالونه ترمیم شوي، خو بیا ورته تر اوسه چا پاملرنه نه ده کړې.

نوموړی له اوسني نظام څخه غوښتنه کوي چې یاد بالاحصار چې زیات تاریخي قدامت  لري او په کې د شیخ متي (رح) زیارت چې تقریباً نهه سوه کاله شاه وخوا مخکې بالاحصار کې خاورو ته سپارل شوی، بیا رغونې ته یې توجو وکړي.

په خبره یې، که د زابل بالاحصار ورغول شي له یوې خوا به د حکومت لپاره لویه د عوایدو سرچینه وي، بل خوا به یې  تاریخي قدامت ساتل شوی وي او همدا رنګه به په وخت سره خلکو ته د سیاحت زمینه هم برابره شوې وي.

بل لورته بیا د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین  وایې چې د بالاحصار د جوړېدو لپاره له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره په اړیکه کې دي. د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر عبدالولي بشرمل او  د تاریخي ابداتو مدیر سلیمان خرم  باختر اژانس ته  وویل چې له وزارت سره یې د دغه  تاریخي  او پخواني بالاحصار  د بیا رغونې او ساتني په موخه په شفاهي او کتبي ډول موضوع شریکه کړې او هیلې شته چې د ترمیم چارې یې پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلي چې ملي یووالي، د اسلامي فرهنګ ودې او د فرهنګي میراثونو ساتنې او بیا رغونې ته به ځانګړې پاملرنه کېږي. یاد وزارت د فرهنګي میراثونو ساتنه د ټولو افغانانانو ګډ مسوولیت بللی دی.

ن.ر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا