سیاست

دهند صدراعظم په نږدې راتلونکې کې افغانستان ته سفر

نوى دهلي – دان – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٠
دهند صدراعظم نريندرا مودي به دغبرګولي مياشتې په پنځلسمه نيټه افغانستان ته سفر وکړي .
باختر اژانس دپاکستاني رسنيو له خولې خبر ورکړ : افغانستان ته دمودي سفر امريکا ته د ده له سفر څخه مخکې کيږي .
ټاکل شوې ده دى دغبرګولي دمياشتې په نولسمه نيټه دامريکا دکانګرس په ګډه غونډه کې وينا وکړي.
دان، دي ،وي چينل ويلي دي مودي به د روان هجري لمريز کال دغبرګولي د مياشتې په پنځلسمه نيټه لومړى افغانستان ته او بيا امريکا ته سفر وکړي.دهندصدراعظم به په افغانستان کې دسلما بندپرانيزي، او دغبرګولي دمياشتې په اوولسمه نيټه دلنډې مودې لپاره په سوتزرلند کې تم شي .
او د توروپيسو دموضوع په باب به دسوتزرلند له مقاماتو سره خبرې وکړي چې سوتزرلند دبهارتياجاتا له ګوند سره په انتخاباتوکې ديو مهم مرستندوى په توګه ژمنه کړې ده .
مودي به دغبرګولي دمياشتې په اتلسمه نيټه ګډه غونډه دامريکا په متحده ايالاتو کې ولري او په نولسمه نيته به دامريکا په کانګرس کې خبرې وکړي.
ښايي ، دهند صدراعظم مخکې له دې چې خپل هيوادته ستون شي د غبرګولي دمياشتې په يوويشتمه نيټه مکسيکو ته هم سفر وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته