خبرونهاقتصاد

د زابل د بسکې پل به ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

 کابل، د تلې ۱۲مه، باختر

د زابل د ټولګټو چارو رياست مسوولین وايي چې د بسکې پله د اساسي رغونې کار په چټکۍ روان دی.

د زابل د ټولګټو چارو رییس مولوی احمد احمدي باختر آژانس ته وويل، چې د یاد پله کار ۷۰ سلنه بشپړ شوی او ژر به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

دغه پل، چې د زابل مرکز کلات ښار شمال لور ته د کابل – کندهار په لویه لاره پروت دی، اوسمهال يې د رغولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د بسکې پل د يوه ترکي شرکت له لوري په ښه کیفیت جوړېږي او ټاکل شوې ده، چې دوه اونۍ وروسته به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

نوموړي زیاته کړه، چې له دغه ترکي شرکت سره د کابل – کندهارد لويي لارې د نورو ویجاړو شویو پلونو او پلګوټو د بېرته رغونې د قرارداد په هکله خبرې روانې دي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا