امنیت

درې ويشت تنه ډار اچوونکي په قندهار او زابل په ولايتونوکې ووژل شول .

کابل باختر  دليندۍ لومړي نيټه :
دهېواد په جنوب زون کې دامنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتوپه بهير کې ٢٣ تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. دقندهار ولايت دغورک او دزابل ولايت دارغنداب او ميزان دولسواليو په مربوطاتو کې  داتل په نامه هوايي او توپچي قوتونو په ملاتړ  دامنيتي او دفاعي ځواکونو ګډ چاڼيز عمليات ترسره شول چې له امله يې ٢٣ تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
په دغوعملياتو کې ددښمن يو سراچه ډوله موټر او نهه موټرسايکلونه ويجاړ شو او دوسايطو ضد نهه ماينونه کشف او شنډ کړى شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته