خبرونهښوونه او روزنه

د زابل د پوهنې آمریتونو لپاره د ۴۵ زره ډالرو په لګښت برېښنا او اوبو سېستم فعال شو

کابل، د مرغومی ۱۴مه، باختر

د زابل د پوهني ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د مرکز کلات او ولسوالیو د پوهنې آمریتونو لپاره د برېښنا او اوبو سېستم د یونیسف نړیوالې ادارې په مالي ملاتړ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د زابل د پوهني رئیس مولوي محمد عثمان حریت د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د پاکو اوبو او برېښنا دا مجهز سېستم د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ د ۴۵ زره ډالرو په لګښت د مرکز کلات په ګډون د ۱۱ ولسوالیو پوهنې آمریتونو ته فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال زابل کې د یونسیف نړیوالې ادارې په مالي ملاتړ په دغه ولایت کې د ۱۵ ښونځیو د رغولو چارې هم روانې دي.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا