امنیت

د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي نړيواله ورځ په خوست ولايت کې ونمانځله شوه.

– کابل باختر د ليندۍ دمياشتې اوولسمه
  په هېواد کې بې سوادي ، جنګونه،لوړ ولور،اجباري ودونه او ناوړه دودونه د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي تر ټولو غټ لاملونه دی.
په همدې موخه په خوست ولايت کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه  وړلو د نړيوالۍ ورځې د نمانځلو لپاره غونډه رابلل شوې وه چې د دغه ولايت د والي په ګډون په سلګونو ښځو په کې برخه لرله.
د خوست والي حکم خان حبیبي غونډې ته په وينا کې  وویل: د دغې ورځې نمانځل باید نمایشي نه وي بلکې د ناسمو دودونو د له منځه وړلو او د ښځو په ژوند کې د رښتیني مثبت بدلون د رامنځته کولو لپاره عملي کار وشي.
هغه وويل: ښځو ته د اسلام مبارک دین لوړ مقام ورکړی او د دوی ټول حقونه په دغه مقدس دين کې څرګند دي.
ده په دې اړه په ټولو لرې پرتو سیمو کې عامه پوهاوی خورا اړین وباله او په دې برخه کې یې له دیني عالمانو،قومي مشرانو،مدني فعالانو،رسنیو او ځوانانو څخه وغوښتل چې دهغو ټولو ناوړو دودونو پرضد د عامه پوهاوي  کمپاین ترسره کړي چې د ښځو په ژوند او پرمختګ منفي يايلې لري .
په جنوب ختیځ زون کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د ښځو د حقونو د څانګې مشرې زرمینه شمس ووايي: په اوس وخت کې لوړ ولور،جبري ودونه او په کم عمر کې د نجونو ودول هغه ستونزې دي چې په یوشمېر سیمو کې ښځې ورڅخه ځوریږي .
دې په دې برخه کې د دیني عالمانو او قومي مشرانو رول مهم وباله او غوښتنه یې وکړه چې په دې لاره کې هڅې وکړي .
په خوست کې د ښځود چارو ریسې ملالۍ ولي ، د ولایتي شورا وکیلې زهره جلا او مدني فعالې زینب افغان  وویل چې په دغه ولايت کې په بدو کې د نجونو د ورکړې دود په بشپړ ډول له منځه تللی دی .هغوی وويل  دوی هغه پردي دودونه ، نه غواړي چې د افغاني دود او د اسلام له مقدس دین سره په ټکر کې وي بلکې هغه حقونه چې د اسلام مبین دین مېرمنو او نجونو ته ورکړى دی باید د هغو په لاسته راوړلو کې له مېرمنو او نجونو سره د ټولنې ټول قشرونه هلې ځلې وکړي .
مدني فعال نصیراحمدروښان د غونډې برخه والو ته ډاډ ورکړ چې دخوست مدني فعالان به د هغو ناوړو دودونو پرضد چې د ښځو د پرمختګ مخه نیسي اوږه په اوږه شریک کار وکړي ترڅو هغه ټول  خنډونه چې د ښځو په ژوند کې د تاوتریخوالي لامل ګرځي یو په یو له منځه یوسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته