کابلباختر د کب د مياشتې١٨
د میدان وردګو والي وايي ولسوالیو ته د غځیدلو سړکونو او د دویم لمبر لارې دویم لین سړک جوړولو ته باید جدي پاملرنه وشي.
دا څرګندونې حیات الله حیات د فواید عامې له وزیر سره کتنې په وخت وکړې او ددې وزارت اړوند د ولایت ستونزو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
د میدان وردګود والي په مشرۍ د فواید عامي رییس او د ولایتي شورا یوشمیر استازو دفوايدعامې له وزير انجینر محمود بلیغ سره په کابل کې وکتل.
په دې کتنه کې د میدان وردګو د عمومي حالت اود ولسوالیود سړکونو په اړه بحث او خبرې وشوې او غوښتنه یې وکړه، چې رغولو ته یې جدي پاملرنه وشي.
د میدان وردګو والي حیات الله حیات وویل، چې د ولسوالیود سړکونو رغول خلکو ته د اسانتیاوو او ښې حکومتوالۍ لپاره اړین دي او دغه راز یې وویل، چې له کابل څخه دې د میدان وردګو تر دورانیو پورې د کابل ـ قندهار دویم لین سړک جوړ شي.
د میدان وردګوولايت د فواید عامې سرپرست رییس انجینر فضل عمر وویل، چې کومې پروژې د ولایت د ۱۳۹۵ کال پلان کې نیول شوي وزارت یې هم ځینې هغو ته پام کړی دی.
د ترلاسه شويومعلوماتو له مخې وزارت د شش کله سړک لپاره یو میلیون ډالره بودیجه په پام کې نیولې ده او همدارنګه به په دې ولایت کې په دیرش کیلو متره سړک کريړ واچول شي.
1 1 دقیقه لوستل