خبرونهاقتصاد

د زابل د کرنې ریاست په دې ولایت کې د بزګرانو لپاره سړې خونې جوړوي

کابل، د لېندۍ ۳مه، باختر

د زابل د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسولين وايي چې د راتلوونکي کال لپاره د کروندګرو سره مرسته کوي، ترڅو له خپلو کروندو څخه ښه حاصل لاسته راوړي.

د دغه ولایت د کرنې رییس مولوي عطاالله راشد وايي، چې  بې موسمه بارانوو او سیلابونو د کشمشو پر تولید او عایدو باندې بد تاثیر کړی او د یادې مېوې کیفیت او کمیت يې دواړه خراب کړي دي.

د نوموړي په خبره د راتلوونکي کال لپاره له کروندګرو سره مرستې پیل کړې او په دې لړ کې يې  ۱۴۰۰۰ کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي کود ورکړی او لا یې هم مرستې ادامه لري، ترڅو د کروندګرو ټولې اړتیاوې پوره او راتلوونکي کې ښه حاصل واخلي.

سرچینې په زابل ولایت کې د سړوخونو د جوړولو د پلان خبر هم ورکړی دی.

د یادونې وړ ده، چې د زابل کشمش او بادام د هېواد په کچه مشهور دي او د دې ولایت بزګر وايي، چې که د دغو میوو د پروسس او بازار موندنې په برخه کې کار وشي نو لرې نه ده، چې د زابل مېشتو بزګرانو عاید به لوړ او اقتصادي وضعیت به يې ښه شي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا