سیاست

جمهورريیس غني: د هېواد د امنیتي او دفاعي ارګانونو رهبرۍ او منسوبینو د ټاکنو په ورځ حماسه وکړه

کابل/ د تلې ١١مه/باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس محمد اشرف غني په مشرۍ د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندانۍ غونډه تېر ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د غونډې په پیل کې د هېواد جمهوررييس د جمهوري ریاست ټاکنو د امنیت د ټینګښت لپاره د هېواد د امنیتي او دفاعي ارګانونو له رهبرۍ او منسوبینو ځانګړی مننه وکړه او ويې ویل: په دغه ورځ د هېواد د امنیتي او دفاعي ارګانونو ترمنځ همغږي بې مخینې وه او د وسله وال پوځ ۷۵ زره منسوبینو په بې پرې ډول د ټاکنو د امنیت د تامین وظیفه ترسره او حماسه یې وکړه.
نوموړي دغه راز د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو له کورنیو مننه وکړه او ويې ویل: د ټاکنو په ورځ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د کړنو په اړه هېڅ شکایت ثبت نشو او دوی باید وستایل شي.
د هېواد جمهورريیس وویل: هغه څوک چې د ټاکنو په ورځ شهیدان شوي، د جمهوریت او ولسواکۍ شهیدان دي او دولت د دوی کورنیو ته د پاملرنې مسوولیت لري.
هغه له والیانو او ولایتي مسوولینو څخه چې په ټاکنو یې خپله بې طرفي وساتله، هم مننه وکړه.
د غونډې په بله برخه کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو د شمال ختیځو ولایتونو امنیتي پلان وړاندې کړ. دغه راز د تخار ولایت د عمومي امنیتي وضعیت په اړه هراړخیز بحثونه وشول او د دښمن د بریدونو د دفع کولو په اړه لازمې لارښونې وشوې.
جمهورريیس وویل: په بغلان، تخار او کندز ولایتونو کې امنیتي برنامې باید عملي شي او د دښمن د ګواښونو شنډولو او د یادو ولایتونو د امنیت ټینګښت ته دې جدي پاملرنه وشي.#
پاى – ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته