امنیت

په فارياب کې يوې ځوانې ښځې ځان ته اور واچاوه .

کابل باختر دچنګاښ اووه ويشتمه

  په فارياب  ولايت کې يوې ځوانې ښحې ځان  ته اور واچاوه خو ويل کيږي چې دا له  دغي پيښې څخه روغه پاتي شوې ده .

 دغه پيښه دفارياب ولايت په مرکز ميمني ښار کې رامنځته شوي ده .

 دسيمې مسوولين وايي چې دغي نولس کلنۍ ښځې دخپل ميړه او دهغه دکورنۍ دبد چلند او وهلو ډبولو له امله په دې کار لاس پورې کړې دي .

  دفارياب   ولايت دامنيې  قوماندانۍ يو مسوول  باختر اژانس ته وويل چې دوي ددغي ښځې  ميړه نيولي دي او دموضوع دروښانه کيدو لپاره له ده څخه تحقيقات پيل شوي دي .

 دغې ښڅې په خپلو خبروکې ويلي دي چې دا تل دخپل ميړه او دهغه دکورنۍ له خوا وهل او ډبول کيده او ځورول کيده

 په همدي حال کې دميمني ښار دروغتون ډاکتران د دغې ځوانې  ښځې روغتيايي حالت مخ په ښه والۍ بولي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته