امنیت

د سترې محکمې د دارالانشا رييس ووژل شو

کابل –باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٢
د سترې محکمې د دارالانشا رييس نن سهار د ناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا دکابل ښار د پنځمې ناحيې په مربوطاتو کې ووژل شو.
دکابل ولايت د امنيې قوماندانۍد جنايي جرمونو د تحقيقاتو رييس جنرال محمد فريد افضلي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د سترې محکمې د دارالانشا رييس عتيق الله رووفي کله چې له خپل کور څخه د کار دفتر ته روان و؛ د ديوان بيګي په ساحه کې د ناپيژاندو وسله والو کسانوو له خوا په ډزو سره ووژل شو.
افضلي وويل چې يرغلګر په تيښتې بريالي شوي دي او پوليسو د هغوى د پيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته