کابل باختر د ثور ٢٥:
دملي اردو شپږ تنه سرتيري تيره شپه دلوګر ولايت دڅرخ په ولسوالۍ کې شهيدان شول .
دلوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي دباختر اژانس خبريال ته وويل چې دملي اردو دغه منسوبان هغه وخت شهيدان شول چې ډار اچوونکو ددغه ولايت دڅرخ ولسوالۍ د اسمعيل خيلو په سيمه کې په امنيتي پوستو بريد وکړ .
احمدزي زياته کړه چې سيمې ته دکومکي ځواکونو په رسيدلو سره ډار اچوونکي هم دسرزيان وزغمه خو تراوسه پورې دقيق شمير يې نه دى مشخص شوى .
ختم_ سعيده _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ