روغتیا

په بامیانوکې په کرونا ویروس د څلورواخته کسانودرملنه شوې ده

بامیان د ثور ۱۰ باختر
په بامیانوکې د کرونا په ویروس له نهومثبتوپېښوڅخه د څلورو تنو درملنه شوې ده او پرون خپلوکورونوته لاړل .
د بامیانو د عامې روغتیا رییس سید علي آقا ایوب ناصري د باخترآژانس سیمه ییزخبریال ته وویل چې دغه څلور تنه چې په کرونا ویروس اخته شوي وو روغ شوي دي او په دغه ولایت کې د روغ شویو کسانوشمېرشپږو تنوته رسېدلی دی .
هغه زیاته کړه چې ددغو څلورو تنو وینې د تشخیصدو لپاره کابل ته لېږدول شوي وو ، معلومه شوه چې ددوی درملنه شوې ده .
په بامیانو کې تراوسه پورې د کرونا ویروس نهه مثبتې پېښې ثبتې شوې دي چې له دې جملې څخه د شپږو تنودرملنه شوې ده او د بامیانو د عامې روغتیا مسوولان وايي چې د دریوتنونورو روغتیايي حالت مخ په ښه والی دی ختم ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته