خبرونهسیاستټولنه

د لغمان استناف محکمې لسګونه قضیې حل کړې دي

 کابل، د چنګاښ ۶ مه، باختر

د لغمان د استناف محکمې چارواکي وايي، چې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې یې په دغه ولایت کې لسګونه قضیې حل کړې دي.

د یاد ولایت د استناف محکمې رئیس مولوي عبدالله فرقاني له باختر اژانس سره په يوې ځانګړې مرکه کې ویلي چې په دغه ولايت کې د استناف محمکې ورځنۍ چارې په چټکۍ او شفاف ډول روانې دي او پر وړاندې يې هېڅ راز خنډونه نشته. نوموړی وايي، چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته هرې قضیې ته پر خپل وخت رسيده ګي شوې او خنډ او ځنډ په کې نه دی رامنځته شوی.

فرقاني زیاتوي چې دمګړۍ د استناف محکمې ته تر ۲۵ دوسیې راغلي او د څلورو دېوانونو تر څېړنې لاندې دي.

د هغه پر وینا، دوی ته  د جرایمو، غصب، ميراث، وژنې او د انسان تښتوونې په برخو کې ډېرې قضیې راځي چې تراوسه يې په خپلو برخو کې (۱۵) علني محکمې کړې دي او لاهم دا لړۍ روانه ده.

رئیس وايي چې دوی د خپلو کارونه د لاشفافيت لپاره هره مياشت ولسواليو ته سفر کوي او هلته هم د بنديانو دوسيو ته پر وخت رسيده ګي کويي ستونزې او شکايتونه يې اوري او د خپلو ادارو د کارونو ارزیابي کوي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته