امنیت

پنځه تنه ديو ترکي شرکت دمالونو دغلا په تور ونيول شول.

کابل باختر دوري دمياشتې  ٢٢ :
دکابل  دپنځمې امنيتي حوزې پوليسو پرون پنځه تنه ديو ترکي شرکت د مالونو دغلا په تور دکابل ښار له مربوطاتو څخه  ونيول .
دکابل ښار دنهمې امنيتي حوزې آمر محمدسالم الماس دباختر آژانس خبريال ته وويل  دغه کسان دظفر الکترونيکي شرکت ته په ننوتلو سره ددغه شرکت څلور
لپ ټاپ کمپيوټرونه ، دوه زره  ډالره نغدې پيسې ، لس موبايلونه او دبريښنا څلور مزي غلا او دنهمې ناحيې دقابل باى يو کورته  يې ليږدولي و چې د پوليسو له خوا ونيول شول.
د ده دڅرګندونو له مخې  :  له  دوه زرو ډالرو پرته  چې تر اوسه نه دي ترلاسه شوي ددغه شرکت نورمالونه د هغه خاوند ته  وسپارل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته