امنیت

د القاعده ډلې١١ غړي په هلمند کې ووژل شول

کابل / د مرغومي ٨مه /باختر
د القاعده د ډلې ١١ غړي چې ويل کېږي په هلمند کې د طالبانو د ډلې افرادو ته د ډار اچوونکو بريدونو په روزنې بوخت و، په هوايي بريد کې ووژل شول.
د رارسېدلو خبرونوله مخې؛ دغه بريد تېره شپه هغه وخت ترسره شو چې د القاعده د ډلې غړي د طالبانو د ډلې افرادو ته د ماين د ښخولو لارې چارې او دوربين لرونکو جنګي وسايلو د استفادې لارې چارې ښودلې. په دې هوايي بريد کې د وسله والوطالبانو د ډلې دوه مهم غړي هم وژل شوي دي.
د هېواد په جنوب لويديځ کې د ميوند قول اردو يوجګپوړي مقام په هلمند کې د القاعده او طالبانو د غړو پرګډ مرکز هوايي بريد تاييد کړ.
هغه وويل: د القاعده غړو د ناوې ولسوالۍ بازارته څېرمه په يوه پټنځي کې وسله والو طالبانو ته د ماين ښخولو او د دوربين لرونکو جنګي وسايلو د استفادې لارې چارې ښودلې چې د هوايي ځواکونوله خوا پرې بريد وشو.
د ميوند قول اردو يو جګپوړي مقام وايي چې په دې هوايي بريد کې د القاعده د ډلې ١١ غړي او د وسله والو طالبانو د ډلې دوه مهم کسان ووژل شول .
تراوسه په دې هوايي بريد کې د القاعده د وژل شويو غړو هويت نه ده افشا شوې خو ويل کېږي چې يوشمېر يې بهرنى اتباع و.
د وسله والوطالبانو د ډلې جګپوړى قوماندان په حقبين مشهور ملا مسعود احمد چې ويل کېږي د بهرنيو ډار اچوونکو د اړيکو اوساتنې او د هېواد په جنوب کې ډآر اچوونکي بريدونو ته د اسانتياو د برابرولو مسووليت په غاړه درلود د القاعده له غړو سره وژل شوى دى .
په دې بريد کې د طالبانو او القاعده د غړو ګډ پټنځاى له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوى دى .
درې ورځې مخکې هم د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د هېواد د هوايي ځواکونوپه بريدونوکې د القاعده د ډلې ٤ غړي وژل شوي و.
داپه داسې حال کې ده چې د طالبانو ډله په تېره بيا له امريکا سره د تړون له لاسليک کولو وروسته اعلام وکړچې نور له القاعده شبکې او نورو بهرنيو تروريستي ډلو سره اړيکه نه لري .
د امريکا او طالبآنو په تړون کې ويل شوي دي چې طالبان بايد د القاعده په ګډون له بهرنيو ډار اچوونکو ډلو سره خپلې اړيکې وشلوي او د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې اترې پيل کړي .
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته