
کابل، د مرغومې ۲۷مه، باختر
د زابل د عامې روغتيا ریاست مسوولين وايي، چې د دغه ولایت د شينکۍ ولسوالۍ سره غره، قلندرخېل، جبارخېل، تسليم زي او بمد کليو کې د ۵۶۸ تنفسي ناروغانو درملنه شوې ده.
د دغه ولایت د عامې روغتيا رٸيس ډاکټر عبدالحکيم حکيمي باختر آژانس ته وويل، چې دغو سیمو ته یې ۴ روغتیایي ټیمونه لېږلي، چې د ٢ ورځو په لړ کې ۵۶۸ ناروغانو درملنه شوې، چې 209 په کې له ۵ کاله کم عمره ماشومان وو.
حکيمي زياته کړه، چې روغتيايي ټيمونه لاهم سيمه کې شتون لري، تر څو د پاتې نورو کليو ناروغانو درملنه هم ترسره کړي.
لمر