سیاست

دلوګروالي : په لوګر کې دخلکو ستونزې څيړل کېږي .

-کابل باختر د مرغومي څليرويشتمه :
دلوګر والي وايي  چې دخلکو دستونزو حل کول دده په کاري لومړيتوبونو کې دي . دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې ، له طبيعي پيښو سره دمبارزې دکميټې غونډه چې دلوګر ولايت په مرکزپل علم ښار کې ددغه ولايت  دمسوولينو په ګډون جوړه شوه  دلوګر والي  محمد اجمل خان اسحق زي دبيړنيو حالاتو له مصيبت ځپلو سره دمرستې په لاره کې  دمسوولينو په تياريو ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې دخلکو دستونزو حل کول  دده په کاري لومړيتوبونو کې دي  او د  اړتيا په وخت کې  په دغه ولايت کې له اړو خلکو سره مرسته کوي .
دلوګر والي  وروستى وچکالي  ، سړه ژمى ،  اقتصادي کمزورتيا او دکار نشتوالي  ددغه ولايت دخلکو له مهمو ستونزو څخه وبلل او  زياته يې کړه چې ولايتي اداره بايد دستونزو دحل په لاره کې دخلکو  دعريضو دقيقې سروې ته  جدي پاملرنه وکړي .
په دې غونډه کې داړوندو ادارو مسوولينو په لوګر ولايت کې دبيړنيو حالاتو له مصيبت ځپلو او بې وزلو خلکو سره  دمرستې په مقصد دخپلو ادارو دتياريو ډاډ ورکړ .
  دلوګر دولايتي شورا مرستيال  ډاکتر عبدالولي وکيل  وويل چې ددغه ولايت دلرو پرتو ولسواليو خلک له اقتصادي کمزورتيا سره مخامخ دي  او له مسوولينو څخه يې وغوښتل چې له هغوى سره مرسته اوهمکاري وکړي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته