امنیت

څلور وسله وال طالبان په قندهار کې ووژل شول

قندهار/دمرغومې۱/باختر
د قندهار په خارکریز ولسوالۍ کې څلور وسله وال طالبان ووژل شول او ۶ نور یې سخت ټپيان شول.
له ۲۰۵ اتل قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې افغان ځواکونو په خارکریز ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې په عملیاتو کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي، ۶ ټپيان شوي، ۱۱ پټنځایونه او ۴۴ ماینونه هم کشف او له منځه وړل شوي دي.
ویل کېږي په عملیاتو کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته