امنیت

دوسله والو طالبانو يو قوماندان ونيول شو

کابل باختر د وږي يوولسمه
سيمه ئيز مسوولين ادعاکوي چې  دهرات ولايت دملي امنيت رياست دځانګړو  ځواکونو له خوا په  کرخ ولسوالۍ کې دطالبانو ديو پيژندل شوي قوماندان په نيولو سره دسبزک د ډبرو سکرو دکان په ساحو او په ګڼ ميشتو لارو کې  امنيتي  ګواښونه لري شوي دي .
دهرات دوالي ويندوي محي الدين نوري  له باختر اژانس سره په خبرو کې دغه قوماندان سيف الدين( دايزنګي)  وباله او وي ويل  چې دغه قوماندان دهرات  _ بادغيس په لويه لاره کې په تروريستي فعاليتونو بوخت و .
  نوري زياته کړه  تورن چې دطالپانو په ډلې پوري  د جګړه مارانو دپنځه ويشت کسيزي ډلې سرپرستي په غاړه درلوده دملي امنيت دځانګړو ځواکونو په عملياتو کې وپيژندل شو او ونيول شو
ددغه خبرځاى دڅرګندونو له مخې په کرخ ولسوالۍ او دهرات _ بادغيس  په لويه لاره کې په تروريستي فعاليتونوبرسيره انسان تښتونه ، يرغمل نيول ، په اکمالاتي کتارونو بريد ، دمخابراتي شرکتونو ګواښول او دماينونو ايښودل له نورو تورونو  څخه دي چې په ده لګول شوي دي  چې په خپل جرم يې  اعتراف کړي دي .
  ده په لومړنيو تحقيقاتوکې اعتراف کړي  دي چې په زياترو نا اميو ، شوکماري  ماين ايښودلو له خپلو ملګرو سره  مستقيم لاس درلود .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته