خبرونهټولنه

د زابل په څلورو ولسوالیو کې دولتي ودانۍ ترمیمېږي

کابل، د تلې ۱۸مه، باختر

د زابل د شهر صفا، شاه جوی، شینکۍ او شملزو ولسوالیو او امنیه قوماندانیو ودانۍ د ۱۷ میلیونو افغانیو په لګښت ترمیم کېږي چې چارې یې نن پيل شوې.

د دغه ودانیو د پرانیستلو مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت د تعمیراتو ریاست پلاوي په مشرۍ انجینر احمد ممتاز احمدی باختر اژانس ته وویل، چي یاده پروژه د ١٧ میلیونه افغانیو په لګښت منظوره شوې، چې چارې به یې د معمار شرق ساختماني شرکت له لوري د څلورو میاشتو موده کې بشپړې شي.

د زابل د امنیې قومندانۍ د تعمیراتو آمر مولوي عبدالله د معمار شرق ساختماني شرکت له مسوولینو وغوښتل، چي د دغه پروژې کار په ښه ډول پای ته ورسوي.

درد

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا