امنیت

يو طالب په غورکې ووژل شو

غور باختر دزمري دمياشتې  ١٤  :
يو طالب د داعشيانو له خوا په غور ولايت کې د ښخ کړاى شوي ماين د چاودنې له امله ووژل شو.
د غور ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند محمداقبال نظامي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د داعش افرادو د طالبانو د له منځه وړلو په مقصد د غور ولايت د چارسدې ولسوالۍ د واجان ورغسکن  په سيمه کې ماينونه ځاى پرځاى کړي وو چې د چاودنې له امله يې يو طالب ووژل شو او يو تن بل يې ټپي شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته