امنیت

په ننګرهار کې کوکنار واړول شو ل

کابل باختر د وري  اته ويشتمه :
  په  ننګرهار ولايت کې په سلګونه جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار واړول شول .دکوکنارو دغه کروندې  د دره نور ، بټي کوټ ، سره رود ، خوږياڼيو او دروداتو په ولسواليو کې  اړول شوي دي .
  د ننګرهار د والي وياند  عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل  چې په وروستيو  اته څلويښتو ساعتو کې  په څه ناڅه  زر جريبه ځمکه کې  کرل شوي کوکنار  اړول شوي دي .
دکوکنارو دغه کروندې  دکوکنارو پرخلاف  دمبارزې په بهير کې  اړول شوي دي. په دې مبارزه کې  د کرنې او له نشه يي توکو سره دمبارزې دادارو مسوولينو او امنيتي ځواکونو ګډون کړي و .   ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته