امنیت

يوشپيته تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل باختر دزمري د مياشتې ١٦ :
يوشپيته تنه ډار اچوونکي د امنيتي ځواکونوله خوا دهېواد په بېلابېلو سيموکې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د افغانستان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو دډاراچوونکو دځپلو او دخلکو دسر او مال د ساتنې په  موخه د ننګرهار، غزني ، پکتيا ،پکتيکا، قندهار ، روزګان، فراه، بغلان، تخار، جوزجان، کندز، بدخشان او د هلمند د ولايتونو په يوشمېر ولسواليوکې ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې د يوه قوماندان، يوه مالي مسوول او يوويشتو تنو داعشيانو په ګډون ٦١ تنه ډار اچوونکي ووژل شول   او د ديارلسو تنو داعشيانو په ګډون ٥٣ تنه نور ټپيان شول.
د دغو عملياتو په بهيرکې د ملي اردو ١٠ تنه منسوبين شهيدان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته