امنیت

د القاعده يو مشهور قوماندان ووژل شو

کابل باختر دکب  لومړي :
د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د غزني ولايت د ناوې په ولسوالۍ کې د القاعده د تروريستي شبکې يو مشهور قوماندان سيف الله اختر له يو بل تن سره وواژه.
د ملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي د فتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
سيف الله اختر د القاعده يو مشهور قوماندان و چې د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې د پاکستاني جګړه مارانو مشري يې کوله او درې زره تنه جګړه ماران يې د منځني ختيځ په هېوادونوکې د جګړې په مقصد په افغانستان کې راټول کړي وو.
دغه راز ده په هغه وخت کې د القاعده ډلې له اوسني مشر ايمن الظواهري سره په بګرام او دغه راز د کابل په ريشخورکې د بهرنيو تروريستانو د مهمو مرکزونو  مسووليت په غاړه درلود.
سيف الله اختر دوه ځلې په پاکستان کې نيول شوى و، خو د دغه هېواد د ځانګړو کړيو له خوا بېرته له جيل څخه آزاد او د جګړې په مقصد افغانستان ته استول شوى و .
ده دغه راز د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت پرخلاف د پاکستاني تروريستانو مشري په غاړه درلوده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته