خبرونهاقتصادTOP

د زرنج – دلارام د لويې لارې د بيا رغولو چارې پيل شوې

کابل، د تلې ۲۰ مه، باختر

د نیمروز د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وايي، چې د زرنج- دلارام د لویې لارې د بیا رغونې چارې پیل شوې دي.

د نیمروز ولایت اړوند د زرنج – دلارام لويې لارې او د ويجاړو شويو پلونو او پلګوټو د بیا رغولو چارې د یاد ولايت د سيمه ييزو مسوولينو او د دغه ولايت د ټولګټو چارو رئیس په شتون د پټۍ په پری کولو سره نن رسماً پیل شوې.

د یادې لویې لارې د ترمیمولو لګښت ۱۷،۶ میلیونه افغانۍ راځي چې په شپږو میاشتو کې به بشپړ شي.

د یادې پروژې په پیلېدو سره د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوه او په بشپړېدو سره به یې د خلکو ترانسپورټي ستونزې هوارې شي.

جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا