امنیت

د شفق په عملياتوکې د پوځيانو زيات برياليتوبونه

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ٢٢
د هېواد په لويديځ زون کې د شفق – ٢ عملياتو په بهيرکې د امنيت دتامينولو او د تروريستانو د ځپلو برخوکې زيات برياليتوبونه ترلاسه شوي دي.
د ظفرقول اردو سرپرست تورنجنرال محمد حبيب حصاري د لويديځ زون د جګپوړو امنيتي مسوولينو په غونډه کې د دغه خبر په اعلامولو سره د ډار اچوونکو د ځپلو په خاطر يې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د بشپر تيارى يادونه وکړه .
د لويديځ زون جګپوړو امنيتي مسوولينو چې د امنيتي حالت د څيړنې په مقصد يې د فراه ولايت ته سفر کړى دى؛ د ډار اچوونکو د ځپلو په خاطر د هوايي ځواکونو په ملاتړ د يرغليزو عملياتو د زياتوالي خبر ورکړ.
د انصار د ٦٠٦ زون قوماندانان پاسوال حسن شاه فروغ د نا امنيو د عواملو د له منځه وړلو په لاره کې د ملي پوليسو د رول او مکلفيتونو په باب خبرې وکړې .
د فراه والي محمد آصف ننګ او فراه د ولايتي شورا رييسې جميلې اميني د امنيتي ځواکونو د اقداماتو ملاتړ وکړ.
په لويديځ زون کې د آيساف قوماندان جنرال مګنيتي د عملياتو په بهيرکې د افغان دفاعي ځواکونو د هوايي ملاتړ ډاډ ورکړ.
د ظفر قول اردو قوماندان هم د ايتلاف د ځواکونو په ګډون له دفاعي ځواکونو څخه وغوښتل چې له رامنځته شوي فرصت څخه زياته استفاده وکړي او د دښمنانو پلانونه او توطيې شنډې کړي .
په دې غونډه کې د هېواد د دفاعي ځواکونو په جنرالانو او افسرانو برسيره د ايتلاف د ځواکونو جنرالانو هم ګډون کړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته