کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٣٠
دوه تنه وسله وال طالبان دکاپيسا ولايت داله ساى ولسوالۍ په مربوطاتو کې ووژل شول.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دکاپيسا ولايت داله ساى ولسوالۍ داله دوست خيلو او ولي بيک خيلو په ساحو کې پرون د دوو ډلو وسله واله نښته وشوه چې له امله يې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د دوو ډلو وسله والو طالبانو ترمنځ په دې وسله واله جګړه کې دکاپيسا ولايت داله ساى ولسوالۍ داله دوست خيلو دکلي يوه اوسيدونکې ملکي ميرمن ټپۍ شوې ده.
0 د یوې دقیقې څخه لږ